اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ټولنې پېژندګلي د كمزور طبقې سره د سلوك نه كېږي، بايد د اسلام آباد پو??يس د نوي پاكستان غوندې د نوي پو??يس په توګه رامخې ته شي، عام وګړي ته دې عزت وركړے شي، پو??يس ته به د هېلتھ كارډ اسانۍ وركوو، په نيا پاكستان هاٶسنګ كښې به تاسو له په قسطونو كورونه دركولے شي، د تنخاګانو په زياتولو غور كوو، پوځ د هېواد د پولو او پو??يس د اولس د ځان او مال تحفظ كوونكي دي، حرام پېسه ګټونكي نن د عبرت نشان دي، سره د ډېرو پېسو كله په روغتونونو كښې مري او كله د هېواد نه بهر، بچي ئې هم بهر تښتېدلي او د پلار غلا پټولو لپاره دروغ وئيلے كېږي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په پو??يس لائنز كښې د پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل پاس آٶټ شوو پو??يس اهلكارو ته په كاميابې مباركي وركوم. ده ووئيل د اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره د ځان او مال تحفظ ضروري دے. زما د راتګ مقصد دا پېغام وركول دي چې دا زمونږ پو??يس دي، مونږ دوي له عزت وركوو. ده ووئيل پو??يس په ټولنه كښې جائز مقام نه دے ترلاسه كړے، دا تاريخي وجوهات لري، انګرېزانو د پو??يس د لارې اولس تر فشار لاندې ساتلے ؤ، ځكه اولس د پو??يس يره لرله، كه هر څو د دوي په خپل هېواد كښې پو??يس داسې نه وو. هلته به پو??يس وګړي خپل ګڼل او وګړو به هم پو??يس خپل محافظ ګڼل خو دلته د پو??يس رويه بدله وه. ده ووئېل زما خواهش دے چې د پاكستان پو??يس هم هغسې وي چې اولس په دوي باور وكړي او دوي خپل وګڼي. وزيراعظم ووئيل تحريك انصاف په خېبر پښتونخوا كښې پو??يس بدل كړي . پو??يس ترهګرې سره مخ وو او د دوي 500 ځوانان شهيدان شوي وو او مورال ئې لوېدلے ؤ خو هغه پو??يس داسې بدل كړے شول چې د مردان اولس د پو??يس په حق كښې جلوسونه اوويستل. وزيراعظم ځوانانو ته تاكيد وكړو چې د حلال رزق لار خپله كړې. ده ووئيل د نېكې په لار تلل اسان نه دي خو په دې تللو كښې كاميابي ده. وزيراعظم ووئيل كله به چې ما لوبه كوله نو په سوئيلي افريقا كښې مې په كركټ ډېره پېسه كټلې شوه او چې كله كپتان جوړ شوم نو د هند بكېز راته د ډېرو پېسو آفرز وكړو خو يوه لار د شېطانيت او بله لار د عظمت وي كومه چې د الله د نبي ﴿ص﴾ لار ده. مونږ له په دې لار تلل دي. ده ووئيل زه احساس لرم چې د پو??يس او تنخادارې طبقې تنخاګانې كمې دي، ګراني زياته شوې، خو تنخاګانې په دې حساب سره نه دي زياتې شوې خو زه ځوانانو ته دا نصيحت كول غواړم چې دوي دې پېسې لپاره غلطه لار خپله نه كړي. ده ووئيل كومو سياستمدارو چې په غلطه لار پېسه ګټلې، په حقيقت كښۍ د دوي لاس ته څه هم نه دي ورغلي. د غلا د پېسې كومه ګټه نشته، دا د چا په كار نه راځي.ده ووئېل كومو سياستمدارو چې حرامه ګټلې نن هغه د عبرت نشان شوي، سره د ډېرو پېسو كله په روغتونونو كښې مري او كله د هېواد نه بهر، بچي ئې هم بهر تښتېدلي او د پلار غلا پټولو لپاره دروغ وئيلے كېږي، داسې پېسه د الله عذاب دے. وزيراعظم ووئيل په ټولنه كښې سرمايه كاري په امن او امان سره راځي، سمندر پورې پاكستانيان كوم چې د پاكستان اثاثه دي، دلته پلاټ واخلي يا چې كور جوړ كړي نو پرې قبضه ګر قبضه كوي، په داسې حال كښې سرمايه كاري نه شي كېدے، هغوي له به دا باور وركول وي چې د هغوي سرمايه او پېسه محفوظ ده. په دې لړ كښې پو??يس مهم كردارلري . ده ووئيل د پاكستان په پرمختګ كښې هم د پو??يس مهم كردار دے. د اسلام آباد پو??يس تنخاګانې به د پنجاب پو??يس سره په برابرولو غور كوو خو دا مشكل وخت دے كله چې كور مقروض وي او قرضې زيات وي نو په داسې حال كښې خرڅ كمول وي. د وزيراعظم هاٶس او وفاقي حكومت په اخراجاتو كښې ځانګړے كمے راغلے، مونږ په قرضونو هېواد نه شو چلولے، الحمد لله د حكومت په اقداماتو كرنټ اكاٶنټ سرپلس شوے او مونږ په سم لوري روان يو. انشاالله حالت به زر ښه شي. ده ووئيل د اسلام آباد آئي جي د غوښتنو په اړه به د خزانې وزير سره خبره كوم او په غوښتنو به غور كولے شي. د اسلام آباد پو??يس ټولې ستونزې به حل كولې شي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم د ځانګړې كاركردګې څرګندونه كوونكو ځوانانو ته اعزازات وركړل او د پرېډ معائنه ئې وكړه. د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد هم ده سره ملګرے ؤ.
متعلقہ مضامین
-
PTI quits committees, boycotts by-elections
-
CM launches scheme to give 1,000 tractors to farmers
-
Riffat Mukhtar and Waqar Syed appointed to strengthen Pakistan’s cybersecurity and investigation efforts
-
Poliovirus found in environmental samples from 20 districts
-
Gilani calls for united efforts to achieve SDGs
-
میجک لنکس زیوس آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ
-
Savior سرکاری تفریحی لنک
-
SC to hear Asia Bibi’s blasphemy appeal on Oct 13
-
ANF seizes 9.895 tonnes of drug, arrests 32 including 4 women
-
ECL case: SHC chief justice to decide Ayyan Alis fate
-
PTIs case is based on lies- Tariq Fazal Chaudhry
-
Markets in Parachinar remain closed as city mourns blast victims