اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پی پی) د پاکستان په مقبوضه کشمیر کښې د رياس??ي ترهګرۍ ٬ د بې ګناه كشميريانو په جعلي پوليس مقابلو كښې غېر قانوني وژنې ٬ محاصرې او د لټون عملياتو په كلكو ټكو غندنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په تیر یو کال کښې د هند قابض ځواکونو لخوا د ښځو او ماشومانو په شمول تر 300 ډېر کشمیريان شهیدان شوي دي. ویاند ووئیل چې تېره ورځ هم نور څلور ځوانان د مقبوضه جمو او کشمیر کلګام او پلوامه ضلعو كښې شهيد كړې شوي دي۔ دغسې د غېر قانوني او غېر انساني پوځي محاصرې او كرېك ډاؤن په مهال 14 كلن هلك زيات ژوبل كړے شوے هم دے۔ وياند ووئيل چې هند بايد په دې ځان پوهه كړي چې د كشميري اولس په ضد د هند چالونه وړاندې هم ناكامه شوي دي او سباؤ?? كښې به هم ناكامه شي۔ وياند ووئيل چې د كشميري اولس غورځنګ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ??رې??ړ?? له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره دے او د هند د رياس??ي ترهګرۍ باوجود د كشميري اولس تحريك لا مضبوط شوے دے۔پاکستان د ملګرو ملتونو ، د بشري حقونو تنظيمونو او د نړیوالو رسنیو په شمول نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د هند تر واک لاندې جمو او کشمېر کښې د زياتېدونكي سخت وضعیت نه ځان خبر كري او مقبوضه وادۍ كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د هند نه ځواب وغواړي۔ ویاند د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د جمو او کشمیر د سوله ییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د پرېکړو او د کشمیریانو د هیلو سره سم رول و لوبوي ترڅو په سیمه کښې تلپاتې سوله تامین شي
متعلقہ مضامین
-
Rs 48.6 million outstanding against E&P companies in Balochistan
-
15th death anniversary of renowned poet Qateel Shifai observed
-
Pakistan completes deal to acquire 4 new helicopters from Russia
-
Millions embezzled in name of peace lashkars in tribal areas
-
GEM Electronic Entertainment کا سرکاری داخلہ
-
خوش قسمت چوہا اور دیانت دار تفریحی ایپ کی کہانی
-
گیلی الیکٹرانکس کا آفیشل ڈاؤن لوڈ داخلہ مکمل گائیڈ
-
لائیو انٹرٹینمنٹ سٹی آئیکونک انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی خصوصیات اور فوائد
-
مہجونگ روڈ آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کے لیے مکمل گائیڈ
-
الیکٹرانک پروب ایپ گیم پلیٹ فارم: مستقبل کا کھیلنے کا نیا طریقہ
-
لائٹننگ رولیٹ ایپ گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ
-
لائٹننگ رولیٹ ایپ گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ